کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو د سيمه ييزو راډيوګانو له مسوولينو سره په کتنه کې وويل، چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت له مخې د رسنيو له فعاليتونو سره کومه ستونزه نه لري.
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سيف الدين معتصم د سيمه ييزو راډيوګانو له مسوولينو سره په کتنه کې وويل، چې اسلامي امارت له هغو رسنيو سره کومه ستونزه نه لري، چې د اسلام له لارښوونو سره سمې خپرونې خپروي.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وويل، رسنۍ د ټولنې په اصلاح کې مهم او اغېزمن رول لري او بايد خپل ديني، علمي او فرهنګي پروګرامونه پياوړي کړي او خپل رسالت سرته ورسوي.
په دې کتنه کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ آمر بسم الله نصرت د يو طرزالعمل په جوړولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې له دې وروسته به د دغه ولايت يو هيئت د دغه ولایت له رسنیو څخه لیدنه کوي.
په همدې حال کې د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو مسوولين د علمي، فرهنګي او روزنیزو پروګرامونو په خپرېدو ټينګار کوي او وايي، چې د مالي سرچينو کمښت سيمه ييزې رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې، اوس مهال په جوزجان کې يوولس راډيوګانې او يوه جرېده فعاليت لري او د دوو ټلوېزيونونو او يوې راډيو خپرونې له څو مياشتو راهيسې بندې شوې دي.
ع