سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت: د سیمې او نړۍ هېوادونه باید يوې ګډې ژبې ته لاسرسى پيداکړي

 تبَصره، کابل، د زمري٥ مه، باختر

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د تاشکند ناسته د افغانستان لپاره ګټوره بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه ناسته به په سیاسي او اقتصادي برخو کې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ښې کړي.

د باختر آژانس مبصر لیکی؛ د افغانستان امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه یوه نړیواله غونډه د شنبې په ورځ د زمري په ۴ مه د ازبکستان په تاشکند ښار کې د امریکا او روسیې د استازو په ګډون د شلو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

د تاشکند په غونډه کې د ګډونوالو جوړښت؛ د بېلا بېلو هېوادونو د پلاویو شتون او ګډون دغې غونډې ته ډېر اعتبار ورکړ، د امريکا او روسيې او يا هم د هند او پاکستان د استازو شتون ډېر رقابتي نظر لري.

د تاشکند ناستې وښوده، چې د افغانستان په اړه نړیواله اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په حال کې ده او هېڅ هېواد نه غواړي، چې په افغانستان کې له پرمختګونو او له اسلامي امارت سره د تعامل له اصولو لرې پاتې شي، زياتره هېوادونو افغانستان د یو فرصت په توګه موندلی. د تعامل او همکارۍ لپاره باید دا فرصت پیاوړی شي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د دې غونډې د پايلو په باب ویلی: “د اقتصاد او ترانزيت د ښه والي او پراختيا او د افغانستان د اقتصاد په مرکز او سيمې پيوستون لپاره په دې برخه کې ډېر ښه نظرونه تبادله شول او موږ هغوی ته د افغانستان د وضعیت په اړه هم ښه معلومات ورکړل.”

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د دې ناستې په ترسره کېدو سره به په سیاسي او اقتصادي برخو کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې ښې شي، متقي له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ښو اړیکو لپاره د اسلامي امارت د چمتو والي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې سرپرست حکومت د افغانستان د ثبات او اقتصادي همکاریو پر مرکز د بدلولو هوډ لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر څرګندونې په ډاګه کوي چې اسلامي امارت هڅه کوي له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او همکارۍ لاره آسانه کړي او دا کار د ګاونډیو او هم د سیمې په ګټه دی، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت پر وړاندې د بندیزونو دوام، د افغانانو د شتمنیو کنګل کول او د افغانستان د انزوا کولو فکر به بدې پایلې ولري، چې منفي پایلې به یې نه یوازې پر افغانستان، بلکې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته زیان ورسوي.

د افغانستان خلک د تاشکند غونډې په څېر له ناستو څخه هیله لري چې د اسلامي امارت سیاسي انزوا ته د پای ټکی کېږدي.

اقتصادي او مالي ستونزې او فشارونه چې د بندیزونو له امله رامنځته شوي، د شتمنیو بندول، د بهرنیو مرستو بندول او په افغانستان کې د لویو پروژو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو او شرکتونو نه پانګونه، نړيواله ټولنه بايد د اسلامي امارت د پېژندلو او تعامل لپاره پر خپلو شرايطو له سره غور وکړي او دا ډول غونډې بايد د سيمه ييزو او

بهرنيو همکاريو د نويو پرمختګونو لپاره يو فرصت وي.

اوسنیو شرایطو زموږ او نړیوالې ټولنې لپاره ګډ خطرونه او فرصتونه را برسېره کړي او اړتیا ده چې اسلامي امارت، د سیمې او د سیمې هېوادونه یوې ګډې ژبې ته لاسرسي پيدا کړي، یوه ژبه چې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د ګټې لپاره د رغنده تعامل لپاره یو ‌ښه بستر کېدای شي.

اسلامي امارت د داخلي وضعیت د ښه والي او له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د تعامل په اړه خپلې ژمنې او تعاملات لري، خو د وضعیت د ښه والي لپاره باید نور ګامونه هم پورته کړي.

امريکا، لوېديځ او نور هېوادونه بايد د افغانستان په اړه په خپلو چلندونو او حل لارو کې اصولي، فعال او مثبت بدلون راولي او دا کار د بنديزونو په لرې کولو او د افغانستان د کنګل شويو پيسو په خوشې کولو سره پيل شي.

د افغانستان خلکو د تاشکند له غونډې وروسته دا پیغام ورکړ، چې نړۍ له افغانانو سره رغنده تعامل ته داخله شوې او دا تعامل به دوام ولري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته