![Fm](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/03/FM-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۳مه، باختر
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د نیکاراګوا هېواد د غیر مقیم سفیر د اعلان هرکلی وکړ.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په لومړي ځل د نیکاراګوا جمهوريت له لوري د افغانستان لپاره په بیجینګ کې د غير مقيم سفير له ګومارنې سره موافقه کړې او هرکلی یې کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې د افغانستان لوی سفارت ته لارښوونه کړې، چې په بیجینګ کې د نيکاراګوا له سفارت سره نژدې كاري اړيکې ولري.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د نیکاراګوا جمهوريت سره د ډیپلوماتیکو اړيکو رامنځته کېدل مثبت پرمختګ بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړیکو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې د اذربایجان هېواد هم د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سفارت پرانیستلو پریکړه کړې وه.