کابل، غبرګولي۱۵مه، باختر
د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د ستونزو د هواري په موخه ټاکل شوی پلاوی بامیانو ته رسېدلی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ دغه لوړ پوړي پلاوي په بامیانو کې د یاد ولایت له والي او د هزاره جاتو د بېلا بېلو سیمو له کوچي او ځايي اوسېدونکو سره غونډه وکړه.
په دې ناسته کې پر يو لړ هغو ستونزو بحث وشو چي د دې ولايت مرکز او ځينو ولسواليو ځايي خلک او کوچيان ورسره مخ وو.
ياد پلاوي په پيل کې د ځمکو او ورشوګانو پر سر د خلکو عمده ستونزې واورېدې او ورپسې يې د باميانو والي له لوري د ګومارل شوي مشترک دوولس کسيز کميسيون د استازو نظرونه هم واورېدل.
د پلاوي مشر وویل: اسلامي امارت ژمن دی چي حق خپل حقدار ته وسپاري، نوموړي له خلګو وغوښتل چي حقوقي قضيو ته دې سیاسي او قومي رنګ نه ورکوي.
د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب خلکو ته په وينا کې وويل: هر څوک چې دعوه لري او يا يې ځمکې غصب شوي وي نو د نظام له لارې دې د خپل حق غوښتنه وکړي هيڅوک دې په خپل سر او خپل زور د حق د اعادې کوښښ نه کوي، نوموړي زياته کړه چې په تېر شل کلن اشغال او څلويښت کاله جګړو کې د زرګونو خلکو ځمکې غصب شوي؛ خو د اسلامي امارت محاکم شپه او ورځ لګيا دي چې حق حقدار ته ورسوي.
په پای کې د پلاوي له لورې د خلګو تر منځ هره اړخیزه هوکړه رامنځته، او ټينګار وشو چي په راتلونکي کې به هم ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې هواروي.
افغانمل