کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر
اسلامي امارت د افغانستان د ځنګلونو د ښه ساتلو لپاره ځانګړي واحدونه جوړوي.
دغه اقدام په ظاهري توګه د افغانستان په ختیځ کې د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله رامځته شوې؛ خو په پای کې د مسوولینو له خوا یې مخه ونیول شوه.
که څه هم تر اوسه په دغو ځنګلونو کې د اور لګېدو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو اسلامي امارت له نویو تشکیل شویو قطعاتو غواړي چې د هېواد په ختیځ کې د ځنګلونو د هر ډول طبیعي او یا قصدي اورلګېدنې مخه ونیسي.
د کرنې وزارت معین مولوي صدراعظم او د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم آخوند له ځنګلونو څخه د ساتنې په خاطر د وګړني ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه واحدونه د امنیتي ځواکونو تر څنګ له ځنګلونو هم ساتنه کوي.
له دې جملې څخه به یوازې د ننګرهار د ځنګلونو ساتنې په موخه د بېلابېلو څانګو د کارکوونکو په ګډون یوه سل کسیزه قطعه جوړه ېږي.
ټاکل شوې ده په دغو واحدونو کې به قومي او د سیمې مشرانو ته ونډه ورکړل شي.
د افغانستان ختيځ او جنوب ختيځ زیات ځنګلونه لري.
ع