خبرونهفرهنګ

اسلامي ‌امارت له هغې بیان آزادۍ څخه ملاتړ کوي، چې د شریعت خلاف نه وي

 کابل، د ثور ۲۶ مه، باختر

په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ځایي چارواکي وایي، چې د هېواد ټول وګړي د شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته د لاسرسي حق لري.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال او د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور په دغه ولایت کې یو شمېر سیمه ییزې راډیوګانې وکتې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت د شریعت او افغاني ټولنې په چوکاټ کې د بیان له آزادۍ څخه پوره ملاتړ کوي.

منصور زیاته کړه چې، ټول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري او د حکومتي ادارو د نه همکارۍ په صورت کې خبریالان کولای شي، چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورشي او د یاد ریاست دروازه به تل د خلکو او په ځانګړي ډول د خبریالانو پر مخ پرانیستې وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال عبدالله منصور، رسنۍ د ټولنې په اصلاح او عامه پوهاوي کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې بايد د غزني ولایت ټولې رسنۍ خپلې خپرونې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او مقرارتو سره سمې برابرې کړي، له هر ډول مذهبي، قومي، سمتي او ژبني اختلافاتو څخه په کلکه ډه ډه وکړي او دغه مسایل یې د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې وبلل.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته