ټولنه

اسلامي امارت په خوست کې د غیر دولتي موسسو له مسوولینو سره وکتل

کابل / د وږي ۳ مه / باختر
په خوست کې د اسلامي امارت مسوولینو د غیر دولتي موسسو له مسوولینو سره د همغږۍ لومړنۍ ناسته وکړه.
په دې کتنه کې د هرې موسسې مسوول د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت مسوولینو دوی ته د پروژو د دوام او فعالیتونو د لا پراختیا او پر مختګ په اړه لارښوونې وکړې او هغه موسسې چې شته فعالیتونه يې نیمګړي وو،هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې اړوند مرکزي دفتر او ډونرانو ته د لازیاتې بودجې او د ګرځنده ټیمونو د تشکيل زياتولو په منظور وړاندیز واستوي.
اسلامي امارت موسسو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې پيل او په بيړني ډول د پاتې نیمګړو پروژو چارې پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته