کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد په سرحدي سیمو کې د امنیت د تامینولو توان لري.
د ۲۰۹ الفتح سرحدي قول اردو د شپږمې لوا قوماندان مولوي غوث الدین رهبر چې د جوزجان له سرحدي سیمو څخه د کتنې په خاطر د دغه ولایت قرقین ولسوالۍ ته تللی دی، وویل چې د اسلامي امارت په بریا سره په هېواد کې امنیت تامین شوی او د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد په سرحدي سیمو کې د امنیت تامینولو توان لري.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د خلکو غوښتنو ته رسیدګي او د ستونزو حل کول، د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونوکې دي.
رهبرد قرقین ولسوالۍ له مسوولینوڅخه وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزو حل کولو ته په خپل وخت رسیدګي وکړي.
ع