ټولنه

اسلامي امارت په لوګر کې د یوه یتیم ماشوم د کورنۍ مسوولیت پر غاړه واخیست

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر
د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد نن له هغه ماشوم سره وکتل چې پلار یې د دغه ولایت د نیولو لپاره د اسلامي امارت په لیکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې یتیم ماشوم د خپل ژوند او کورنۍ کیسه د لوګر والي ته وکړه او ورته ویې ویل چې د پلار له شهادت وروسته د ټولې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده.
په همدې حال کې د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد ماشوم ته ډاډ ورکړ چې د پلار سرښندنې او قربانۍ یې نه هېرېږي.
والي له دغه ماشوم سره نغدي مرسته هم وکړه او دی یې وهڅاوه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، والي ماشوم ته ډاد ورکړ چې د کور سرپرستي به یې د افغانستان اسلامي امارت کوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته