ټولنه

اسلامي امارت: په ټول توان به د کندز خلکو ته اسانتیاووې برابرې کړي

کابل / د وږي ۳ مه / باختر
په کندز کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې په ټول توان به د دغه ولایت اوسېدونکو او په ځانګړي توګه بزګرانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
اسلامي امارت په دغه ولایت کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوی به د خلکو د سر او مال ساتنه کوي او خلک کولای شي چې پرته له کومې وېرې خپلو چارو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال د کندز د آمو پنځمې حوزې رییس مولوي امان الله حسن وايي چې ډېر ژر به په کندز کې د کانالونو، استنادي دیوالونو او سر بندونو نوې پروژې پیل شي، چې له مخې به یې د دغه ولایت اوسېدونکو ستونزې اوارې شي.
حسن زیاتوي چې ټولو همکارانو یې په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ورکړی او په دې برخه کې هیڅ کومه ستونزه نه لري.
د یادونې وړ ده چې د کابل په ګډ‌ون د ډېر شمېر ولایتونو په لویو لارو کې سیمټي موانعو خلک له ستونزو سره مخ کړي وو، د اسلامي امارت مسوولین وايي چې د کندز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د موانعو د لرې کولو چارې پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته