خبرونه

اسلامي امارت په پنجشېر کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وکړه

کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر

د اسلامي امارت ځايي چارواکو د پنجشېر په درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې منځګړیتوب وکړ او د دواړو ترمنځ یې روغه جوړه وکړه.

د پنجشير د درې ولسوال مولانا محب الله عمري باختراژانس ته وويل چې دغه قضيه  شپږ کاله مخکې د دغې ولسوالۍ په پوجاوه کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ پر جايداد د حقوقي دعوا په پايله کې رامنځته شوې وه چې له دغو کورنيو څخه درې تنه وژل شوي وو.

نوموړي زياته کړه چې دغه قضيه د عالمانو، قومي مشرانو، مخورو  او د اسلامي امارت د ځايي چارواکو د هڅو په پایله کې حل شوه.

هغه وويل چې د حقيقت موندنې يو کميسيون جوړ شو او د دغه کميسيون له خوا د محمدامين د کورنۍ ټول جايدادونه بېرته هغه ته وسپارل شول.

نوموړي زياته کړه چې دواړو کورنيو د مشرانو له دې پرېکړې خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې نوره دښمني پاى ته رسوي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته