ټولنه

اسلامي نظام د ولس او حکومتونو بقا لپاره ښه بدیل دی

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر
د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد له دیني عالمانو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي نظام د ولس او حکومتونو بقا لپاره ښه بدیل دی.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې شیخ افضل حسین په حکومتوالۍ او ولسواکۍ کې د ديني عالمانو رول مثبت وباله.
په همدې حال کې د لوګر والی مولوي محمد علي جان احمد وویل چې د دیني عالمانو له شتون پرته هېڅ نظام د بقا لپاره مشروعیت نه لري. د احمد په خبره اسلامي نظام د ولس او حکومتونو بقا لپاره ښه بدیل دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته