روغتیا

اسپانيا په هرات کې له يوپوځي روغتون سره دطبي تجهيزاتو مرسته وکړه

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

 اسپانيادظفرقول اردو  له روغتون سره  ديوې زياتې اندازې  پرمختللو طبي تجهيزاتو مرسته وکړه .

دظفر قول اردو چارواکي وايي  چې له دغو پرمختللو طًبي تجهيزاتو څخه دعلمي استفادي  په پيل کيدوسره   ددرملنې په څرنګوالۍ اودډول ډول ناروغيو په تشخيص او دجراحي په عملياتو کې ديادونې وړ بدلونونه رامنځته کيږي .

دظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهدددغو تجهيزاتو په برابرولو او ويش کې داسپانيا همکاري وستايله .

ده دمرکزي مقاماتو دپاملرني او دنړيوالې ټولنې دهمکاري په رڼاکې په تخنيکي اونظامي برخو کې دملي اردو برياليتوبونه ارزښتناک وبلل .

دا په داسي حال کې ده چې دافغانستان په لويديځ کې داسپانوي ځواکونو دروغتيايي چارو قوماندان هم  ددغو طبي تجهيزاتو دبرابرولو اوويش اصلي هدف په ظفر قول اردو کې دروغتيايي برخو دظرفيت لوړول  وبلل.

دباختراژانس دخبرله مخې سل بستريز نظامي ساحوي روغتون چې دظفر قول اردو په چوکاټ کې فعاليت کوي دهيواد په  کچه يوډيرسمبال اوپرمختللي روغتون  دي چې په يووخت کې له سلو څخه تر يوسلو پنځوسو تنو ناروغانوپورې دبسترکولو  ظرفيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته