سیاست

د ملي امنیت سلاکار هند ته په درې ورځني رسمي سفر روان شو

کابل باختردکب دمياشتې  ١٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، د هند جمهوریت په رسمي بلنه، د هندوستان د دفاعي څېړنو انسټټیوټ لخوا د اسیا په نولسم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته په درې ورځني سفر روان شو.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
ښاغلی اتمر په دې کنفرانس کې، د ترهګرۍ سره په مبارزه کې، د اسیا په کچه د چلند د بدلون په اړه، اصلي ویناوال دی.
نوموړی به په دې کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د خپل هندي سیال ډاکټر اجیت کومار دووال او د هند جمهوریت له نورو امنیتي او سیاسي مشرانو سره هم دوه اړخیزې لېدنې وکړي.
په دې لېدنو کې به، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته