امنیت

اشرف غني احمدزي دپروان ولايت له چارواکوسره دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير په اړوند خبري وکړي.

دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير  د کميسيون رييس ډاکتر اشرف غني  احمدزي نن دپروان ولايت له  اداري اوپوځي هيئت سره  خبري وکړي.

دچاريکارو له ښار څخه دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې :

 په دي کتنه کې ددغه کميسيون رييس   دايتلاف له قوتونو څخه دهيواد امنيتي  ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په  خاطر دملي دفاع  او دکورنيو چارو دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري دلوى رياست  له استازو او دغه راز دپروان ولايت له مسوولينو اودخلکو له مشرانو سره ددغه بهير دترسره کولو دڅرنګوالې  په باب خبري وکړي .

 وروسته دپروان والي  له دغه بهيرسره  دملاتړ دڅرگندولو په ترڅ کې څرگنده کړه چې په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه دي او خلک له دولت سره مرسته او همکاري کوي .

 ده  دبيا جوړولو دبهير دپراختيا ، دپوليسو دسمبالولو  ،خلکو ته دسالمو مصروفيتونو دزميني دبرابرولو ، دکرنې دسکتور د ودي دپراختيا اوپه بيلابيلو برخو کې دخلکو دستونزو دلري  کولو غوښتنه وکړه.

دغه راز ډاکتر اشرف غني احمدزي دملي پوليسو ، ملي اردو اود ملي امنيت  له چارواکو  اودولايتي شورا  له غړو اودپروان ولايت له عالمانو اوقومي مشرانوسره  په جلا جلا توګه وکتل او ددغه پروګرام  دتطبيق په لاره کې يې دهغوى نظريې او وړانديزونه واوريدل او دعملي کولو په لاره کې يې د همکاري  ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته