خبرونهفرهنګTOP

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مس عینک د لرغونو آثارو د ساتنې طرحه چمتو کړه

کابل ، د غوايي ۷ مه ، باختر
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مس عینک د تاریخي اثارو او لرغوني ښار د خوندیتوب او په مسلکي توګه د ځینو آثارو د لېږد په موخه چمتو کړې لومړنۍ طرحه نن په یوه غونډه کې وارزوله.
دغه طرحه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معینیت د لرغون پېژندنې ریاست ۱۲ کسیز مسلکي او فني پلاوي د څو میاشتو کار په پایله کې چمتو کړې ده.


پر دغې طرحې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبرۍ، د کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ استادانو په یوه غونډه کې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي ، د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، مالي، اداري او ګرځندوی معین ملا سعد الدین سعید، د کابل پوهنتون استاد عصمت الله عثماني، د علومو اکاډمۍ د یوې برخې رییس کتاب خان فیضي او د لرغون پېژندنې رئیس ذبیح الله سادات په خپل وار سره خبرې وکړې او د طرحې د اغېزمنتوب لپاره یې اړینې مشورې او سپارښتنې شریکې کړې.


دوی د مس عینک کان د هېواد لپاره ستره اقتصادي پروژه او سرچینه وبلله او زیاته یې کړه چې د مس عینک کان تاریخي آثار او لرغونی ښار ګوټی افغانستان ته په تاریخي لحاظ هم لوی ارزښت لري او ټینګار یې وکړ چې دواړه برخې او ګټې یې باید په پام کې ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه چمتو شوې مقدماتي طرحه وستایله او د لا غوره والي لپاره یې د لرغونپېژندنې ریاست پلاوي ته مشخصې لارښوونې وکړې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته