کابل /د وري ٢٤مه /باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا اعلاميه
د ملي مصالحې عالي شورا د روژې په مبارکه مياشت کې دايمي سولې ته د رسېدو اود جګړې د بندولو په اړه د مسلمانو عالمانو د نړيوالې اتحاديې د اعلاميې اوبلنې هرکلي کوي.
د مسلمانو عالمانو نړيوالې اتحاديه په خپله بلنه کې په افغانستان کې جګړه او وينه تويېدنه له شرعي پلوه حرام بولي او په سملاسي ډول د سولې په ټينګښت او د جګړې او د ويني توييدنې په بندولو ټينګارکوي.
د ملي مصالحې عالي شورا د مسلمانو عالمانو د نړيوالې اتحاديې له بلنې په هرکلي اود روژې د مبارکې مياشتې په درناوى له ټولو ښکيلو لوروغواړي چې جګړه او وينه تويېدنه پاى ته ورسوي او د دايمي او دعادلانه سولې د تامينولولپاره هلې ځلې وکړي.
ختم-ج-ا