سیاست

افغانان به په خپله خاوره کې په خپل اختیار ژوند کوي

کابل / د وږي ‍۱۰ مه / باختر
د خوست والي د (خپله خاوره، خپل اختیار) تر سر لیک لاندې ولسي غونډه کې وویل چې نور به هېواد وال په خپله خاوره کې په خپل اختیار ژوند کوي.
یاده غونډه چې د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د دغه ولایت والي، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د پوهنتون استادانو، د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند او اداري کارکوونکو برخه لرله.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل چې له فرصتونو څخه دې پرځای ګټه واخیستل شي، په وینا یې هغه ولسونه، چې له فرصتونو څخه سمه استفاده ونه کړي، له منځه ځي.
ځلاند د تېر حکومت پر يو شمېر مشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني هم نیوکې وکړې، هغه وویل چې دوی ډموکراسي او د بیان ازادۍ ته ژمن نه بلکې په دې برخه کې یې یواځې شعار لاره.
د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند زیاته کړه: دولتونه مسوولیت لري چې له ولس سره پر ښو اړیکو سربېره ولس ته د خوراک، روغتيا، امنیت او ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري وویل: شل کاله هېواد والو د اشغال لاندې ژوند کړی؛ خو له دې وروسته به افغانان په خپله خاوره کې په خپل اختیار ژوند کوي.
د والي مولوي عمري د څرګندونو له مخې؛ تېري کوونکي په ډېره شرمناکه توګه زموږ له هېواده ووتل.
هغه وويل چې د هغو مبارزینو قدر کول په کاردي، چې ټولیزو رسنیو کې یې خپله مبارزه کړې ده.
عمري وویل چې نړۍ او د سيمې له هېوادنو سره ښې اړیکې پالل غواړي؛ خو له دوی یې هم غوښتنه وکړه د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
والي پر ځوانانو غږ وکړ چې له هېواده د تېښتې پر ځای دې د هېواد په آبادولو کې خپل مسوولیت ادا کړي. په وینا یې که څه هم تېری پای ته رسېدلی؛ خو فکري تېری لا هم موجود دی او اړتیا ده چې فکري تېری هم له منځه یوړل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته