سیاستخبرونهټولنه

افغانان له نوي حکومت( اسلامي امارت) زیاتې هیلې او امیدونه لري

کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
د ننگرهار حصارک ولسوالۍ له مرکز جلال اباد څخه (۷۵)کیلومتره لرې پرته سرحدي ولسوالۍ ده او (۶۴۵) کیلومتره مربع پراخ والی لري چې دوه سو او پنځوس زره خلک چې یو ویشت قومونه دي په کې ژوند کوي.
د حصارک ځایي اوسېدونکي وایي چې په تېره شل کلنه دوره کې ورته دولت په هېڅ کومه برخه کې د پام وړ کار نه ده کړی.
دوی وايي، چې له نوي حکومت ډېر هیلې او امیدونه لري چې په یادې ولسوالۍ کې به په بېلابېلو برخو کې پروژې پیل کړي.
یو تن قومي مخور چې د یادې ولسوالۍ غوږیزې سیمې حضرت ابوبکر صدیق (رض) د لېسې ښوونکی دی وایي چې تېرو کلونو او روانو وچکالیو سخت ځپلی او د ژوند کولو لپاره لازم اسباب نه لري او هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.
هغه وايي، چې ځوانان مو بې کاره دي کرنه او مالداري مو زیانمنه شوې او د ژوند چارې مو ورځ تر بلې ټکنۍ کېږي. هغه له اسلامي امارت غواړي چې ولسوالۍ ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي او مشکلاتو ته یې دایمي حل ولټوي.
د سیمې بل اوسېدونکی حاجي زر پاچا چې د میزغونډۍ د کلي اوسېدونکی او قومي مخور دی وایي چې له شل کلن ځنډ وروسته یې د ارام ساه واخیسته او د سختو جگړو له امله یې خپل کور کلی پرې اېښی و چې له اته کلن ځنډ وروسته خپل کلي ته راستون شوی.
هغه وايي، چې اوسني نظام ته خوشحاله دی، په خبره یې هر څه مخ په ښه کېدو دي؛ خو لږه حوصله او زغم په کار دی.
هغه له مسوولینو وغوښتل چې دغه جنگ ځپلې ولسوالۍ ته ځانگړې پاملرنه وکړي، انکشافي او پرمختیایي پروژې پیل کړي، مخابراتي سیستم پیاوړی کړي، له کروندگرو سره د کوکنارو او بنگو بدیل په برخه کې همکاري وکړي.
د گل محمد په نامه یو بزګر چې د ناور کلي اوسېدونکی دی وایي چې د امیرالمٶمنین د فرمان پر اساس یې د بنگو کښت ته شا کړې او نور به پر خپله ځمکه هېڅ کله دا زیان رسونکی فصل ونه کري.
ګل محمد وايي، چې اوس یې پر ځمکو لوبیا، جوار او وریجې کرلي او هیله لري چې ښه حاصل به ورکړي.
هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته ورسره وکړي.
په همدې حال کې د حصارک ولسوال مفتي حارث وایي چې په یاده ولسوالۍ کې له فتحې روسته د خلکو ژوند ښه شوی او ستونزو ته یې پر وخت رسیدگي کېږي.
هغه وايي، چې په تېر کې دغه ولسوالۍ جنگي مرچه وه او خلکو سخت درانه زیانونه لیدلي او خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوي وو، اوس بېرته خپلو مېنو ته راگرځېدلي دي.
ولسوال وايي، چې په حصارک کې دولس لېسې چې دوه په کې د نجونو لېسې او شپږ منځني ښوونځي دي، دروازې یې د شاګردانو پرمخ پرانېستې دي. ولسوال زیاتوي چې په دغو ښوونځیو کې اته دېرش ښوونکي شل زره زده کوونکو ته تدریس کوي.
د ولسوال د څرګندونو له مخې؛ په یادې ولسوالۍ کې (۵۵۳۶)هکټاره کرنیزه ځمکه ده چې غنم، جوار، وریجې، لوبیا او سابه په کې کرل شوي دي.
هغه وايي، چې خلک ورستیو وچکالیو ځپلي؛ خو هڅه کوي چې مرستې ورته راجلب کړي، سربندونه او کانالونه او په تنگیو کې اوبه زېرمه کړي چې د خلکو مشکلات حل شي. ولسوال وايي، موسسې یې هڅولي چې په ښوونیزه، رغنیزه، د څاه ګانو کېندلو او استنادي دېوالونو په برخو کې پروژې پلي کړي او پیل کړې یې هم دي. په خبره یې د ځینو پروژو چارې پشپړې شوې او یو شمېر تر کار لاندې دي چې هغه به هم ډېر ژر بشپړې شي.
ولسوال زیاتوي چې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروگرام له لارې یې شپږڅلوېښت پروژې بشپړې کړي او سلگونو وگړو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه، ولسوال وایي په یادې ولسوالۍ کې دېرش کانونو کې قانوني کیندنې روانې دي او زرگونو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې.
هغه زیاتوي چې په حصارک کې تاریخي ابدات او لرغونې سیمې موجودې دي او ساتنې ته یې جدي پاملرنه کوي.
ولسوال زیاته کړه چې په یادې ولسوالۍ کې (۱۸۹۹۱)هکټاره ځنگلات شتون لري چې له لارې یې هر کال عام وګړي له جلغوزیو میلیونونه افعانۍ عواید ترلاسه کوي.
هغه وايي، چې د سیمې اوسېدونکو په همکارۍ يې ځنگلونه ساتلي، په یادې ولسوالۍ کې د قاچاقو مخه نیول شوې او د امیرالمٶمنین فرمان یې بشپړ عملي کړی، خلکو فرمان منلی او نور به په حصارک کې نشه يي توکي ونه کرل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر کرکیله، قاچاق، پېر او پلور بندیز لګولی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته