سیاستخبرونهاقتصاد

افغانستان او ایران د هلمند تړون پر بشپړ تطبیق خبرې وکړې

کابل، د غبرګولي ۲۹مه، باختر

افغانستان او ایران د یوې غونډې په ترڅ کې، د هلمند تړون د بشپړ تطبیق او د پلي کېدو پر وړاندې یې د خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس دخبرله مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د مخکېنیو غونډو په دوام، يو متخصص پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين انجنیر مجیب الرحمن عمر “آخند زاده” په مشرۍ، د هلمند اوبو د کميسارانو په ۲۵ غونډه کې د ګډون په موخه چې د روان کال د جوزا میاشتې له ۲۵ تر ۲۷مې پورې په تهران ښارکې ترسره شوه، ایران ته سفر وکړ.

د سرچینې په وینا؛ په دې غونډه کې د هلمند/هیرمند تړون د بشپړ تطبیق او د پلي کېدو پر وړاندې یې د خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې شوې او د (١٤٠٠ او ١٤٠١) د غیر نورمال اوبیز کلونو د ارزولو ترڅنګ، د حقآبې تامین او د معاهدې مطابق د درېو ټکو پر جوړېدو ټېنګار شوی دی.

دغه راز، افغانستان پلاوي د هېواد د ملي ګتو په پام کې نیولو سره، په مذاکراتو کې فعاله ونډه درلوده او د تړون د بشپړ تطبیق په برخه کې یې له ایران سره لازم بحثونه کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند اوبو تړون شتون لري چې په ۱۳۵۱ه‍.ل کال کې د دواړو هېوادونو د صدر اعظمانو له لوري لاسلیک شوی او دمګړۍ نافذ دی.

سرچینه زیاتوي: د دغه تړون د ښه تطبیق په موخه د هلمند سيند اوبو د معاهدې د اوومې او اتمې مادې پر اساس او د تړون لومړۍ ضمیمه پروتوکول له مخې، د اړوندو هېوادونو د کمیسارانو له خوا د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند اوبو کمیسارانو ګډې نوبتي غونډې له ۱۳۸۳ ه‍.ل کال راپدېخوا هر کال دوه ځله په نوبتي ډول په افغانستان او ایران کې ترسره کېږي چې تر اوسه ٢٥ ګډې ناستې ترسره شوې دي. ٢٤ مه غونډه یې د ۱۴۰۰ ه‍.ل کال د سلواغې له ۹مې تر ۱۱مې پورې د نيمروز په زرنج ښار کې جوړه شوه.

باید وویل شي چې یاد پلاوی تېره ورځ هېواد ته راستون شوی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته