اقتصاد

افغانستان باید د برېښنا په صادرونکي هېواد بدل شي

کابل / د تلې ۷مه / باختر
دغه څرګندونې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور د دغه وزارت له تخنیکي رییسانو سره په ناسته کې وکړې.
په ناسته کې د اوبو او برېښنا وزارت د لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلانونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبداللطیف منصور ټینګار وکړ چې پلانونه باید واقع‌بینانه وي او ټول ریاستونه دې خپل لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلانونه د عیني واقعیتونو مطابق ترتیب کړي.
منصور زیاته کړه: د هېواد په د ننه کې د اوبو د مدیریت او د برېښنا د تولید په برخه کې باید تر پخوا زیاتې هڅې وکړو چې افغانستان په سیمه کې د برېښنا په صادرونکي هېواد بدل کړو.
دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت تخنیکي رییسانو د اوبو، بادي او لمریزې برېښنا، بایومس، ډبرسکرو، کاسا-1000 او نورو پروژو په اړه د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
د ناستې په پای کې مولوي عبداللطیف منصور د چارو د لا ښه والي په خاطر د یاد وزارت تخنیکي رییسانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته