خبرونهاقتصادټولنه

افغانستان ته د ازبکستان مرستې  ورسېدې

 کابل / د مرغومي / ۳ / باختر

ازبکستان له افغانستان خلکوسره خوراکي ، جامې او سوند توکي مرسته وکړه .

دغه مرستې پرون نا وخته د اوسپنې پټلۍ په واسطه د حیرتانو بندرله لارې افغانستان ته ورسېدې .

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړې استازې عصمت الله ارګاشف باخترآژانس ته وویل چې هېواد یې په سلګونوخوراکي توکي ، جامې او د سکرو ډبرې په ۶۳ واګونونوکې د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان له خلکوسره مرسته وکړه.

هغه وویل چې د افغانستان د اړوخلکولپاره به د دوی مرستې دغه رازدوام ولري.

د افغانستان د بهرنیوچارو سیاسي معیین شیرمحمد عباس ستانکزی چې په بلخ کې د ازبکستان د مرستې د تسلیمولوپه مراسموکې د ښاغلی ارګاشف او د بلخ د والي ترڅنګ شتون درلود افغانستان ته د ازبکستان د همکاریو د پراخېدوغوښتنه وکړه.

هغه وویل چې افغانستان د خپلوملي ګټو پربنسټ غواړي له نړۍ سره خپلې اړیګې پراخې کړي.

د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معيين دغه راز وویل : افغانستان د نړیوالې ټولنې له غړوڅخه دی او باید د نړیوال ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه افغانستان خلکولپاره د ازبکستان مرستې د دغه هېواد د حسن نیت نښې وبللې.

هغه له ازبکستان څخه وغوښتل چې په دې حساس وخت کې دغه راز د افغانستان له خلکوسره خپلومرستوته دوام ورکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته