ټولنه

افغانستان ته د بحرين د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده

کابل/ د وږي١٤مه / باختر
د افغانستان خلکو لپاره د بحرين د مرستې لومړۍ جوپه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده.
په دې مرسته کې ٣٠ ټنه درمل، طبي تجهيزات، خوراکي توکي او د ماشومانو جامي او خيمې شاملې دي.
د افغانستان دعامې روغتيا وزارت يوه مسوول مولوي حسيب الله احمدي باخترآژانس ته وويل؛ دغه مرسته به د روغتيايي مرکزونو د پياوړتيا او له اړو کورنيو سره د مرستې لپاره وکارول شي.
هغه د بحرين له مرستې په مننې سره د هغې د دوام غوښتنه يې وکړه.
د بحرين هېواد استازي محمد العضوي د دې مرستې د سپارلو پرمهال وويل چې هېواد به يې دغه راز د افغانستان خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته