کابل / دغبرګولي١١ مه / باختر
د افغانستان بانک مسوولينو نن هېواد ته د نږدې نهه سوه ميليونو امريکايي ډالرو نغدي بشردوستانه مرستو د را رسېدو خبر ورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان بانک وياند محمد صابر مومند وايي افغانستان ته د مرستندويو هېوادونو د بشردوستانه مرستو په لړ کې تراوسه پورې د نغده مرستو دېرش بستې هېواد ته رسېدلي چې ٩٩٨ ميليونو ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسيږي.
د مومند په خبره د افغانستان بانک د بشردوستانه مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې غواړي چې په نورو برخو کې هم د افغانستان له خلکو سره تعامل او همکاري وکړي.
د مومند په باور د بانکي سکتور له لارې د بشر دوستانه مرستو رسول شفافيت رامنځته کوي او خلکو ته د مرستې په رسولو کې زياتې اسانتياوې برابروي.
نوموړي دغه راز ټينګار کړى چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې د اسعارو رسېدل د افغانۍ په راکړه ورکړه کې ښه اغېزه کوي.
\ ج