کابل / باختردسلواغې دمياشتې ١١نيټه :
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي ایران اسلامي جمهوري دولت ته په خپل دوه ورځني رسمي سفر کې د TIC دولتي شرکت د لیدنې ترڅنګ د ایران د مخابراتو او فناورۍ وزیرمحمدرضا آذری جهرمی سره د کتنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزه اړيکو په ځانګړې توګه د انټرنټ په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې. په دې غونډه کې د سيمه ييزاتصال په موخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت پر ارزښت، د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بېو پرکمښت او په ارزانه بېه له ایران څخه د نوري فايبر د کېبل د نښولو په اړه هوکړه وشوه. همدا رازد افغانستان د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ وزیرشهزاد آريوبي او دایران د ارتباطاتو او معلوماتي فناورۍ وزیرمحمدرضا آذری جهرمی د هرات او زرنج تر منځ د نوري فایبر د اتصال او د ایران له لارې چابهار سره د افغانستان د اتصال په برخه کې هوکړه وکړه چې له دې لارې به افغانستان د بحري کېبل (Submarine cable) سره د نښلېدو او سيمه ييز اتصال تر څنګ د انټرنټي معلوماتو د ټرانزيټي مرکز په توګه نورهم پیاوړی شي. شهزاد آريوبي وویل ، چې غواړي د ښو اړيکو د پراختيا ترڅنګ له ایران څخه په کمه بېه انټرنېټ وپېري، د ټلېفوني مکالماتو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بيې کمې شي اوترڅنګ يې افغانستان په سيمه کې د اتصال د مرکز په توګه ثابت شي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان اوسمهال د سيمې د ټولو هېوادونو سره د انټرنېټ مواصلاتي اړيکي لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې افغانستان د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د نښلېدو ترڅنګ د ټرانزيټي مرکز په توګه د دولت خزانې ته د پام وړعوايد هم را ټول کړي. دغه راز د افغانستان او ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرانو د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي انسټيټيوټ د ظرفيت جوړولو او په دې برخه کې د همکارۍ په اړه هم هوکړه وکړه. پاى ذکرالله