امنیت

په غورکې د ماين د چاودنې له امله دريو تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښت

کابل باختر  دوري ديارلسمه :
په غور ولايت کې د ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون په تيورې ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
  د غور ولايت يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ټپي او دوه تنه نور ملکيان ټپيان شول .
ډاکترانو د غور په يوه روغتيايي مرکزکې د دغې پيښې د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
طالبانو د افغانستان په ګڼ ميشتو لاروکې زياتره ماينونه او بمونه کاروي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکيان پکې وژل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته