فرهنګ

افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې له ګاونډيو هيوادونو څخه مخکې دى .

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د پاکستان او هندوستان په نسبت
مخکې د ى.
باختر اژانس د بې سرحده خبريالانو د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې چې  د سلواغې د مياشتې په يوولسمه نيټه  خپور شو، خبر راکړچې افغانستان دپاکستان او هندوستان په ګډون، له ټولو ګاونډيو هيوادونوڅخه د بيان د آزادى په برخه کې  مخکې دى او د نړۍ په کچه په يو سلواته ويشتم  مقام کې  دى .
د بې سرحده خبريالانو د سازمان د رپوټ له مخې: افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې د تيرکال په پرتله شل نمرې زياتې اخستې دي .
افغانستان  تېرکال په يوسلو اته څلويښتم رديف کې و . په رپوټ کې ويل شوى دى  چې افغانستان د بيان د آزادى په برخه کې زيات پرمختګ کړى دى او د رسنيو د برخې دکارکوونکو حالت ښه شوى دى .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين له باختراژانس سره  د اړيکې په ترڅ کې د رسنيو دکورنۍ د دغه برياليتوب له امله مبارکي وويله اوزياته يې کړه: ((دغه برياليتوب نه يواځې د افغانستان په دولت او د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت پورې اړه لري؛ بلکې د رسنيو د برخې ټول کارکوونکي په يو ډول نه يو ډول پکې ونډه لري.))
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته