ورزش

افغانستان د نارینه و په برخه کې د تکواندو د نړیوالوسیالیواتل شو

کابل / د لړم / ۱۹ / باختر
د افغانستان د تکواندو ملي ټیم ، په پاکستان کې د نړیوالوسیالیو اتل شو.
په دغو سیالیو کې د افغانستان لوبغاړی غلام مرتضی صالح له ماتې پرته په شپږو بریاو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
هغه په دغو سیالیو کې خپل ۴ پاکستاني ، ۲ الباني او مصري سیال ته ماتې ورکړه.
افغانستان په ټوله کې د نارینه و په برخه کې د سرو زرو یو مډال، درې سپین زراو یو برنز ترلاسه کړل او د ۱۷ امتیازونو په ترلاسه کولوسره اتل شو، خو په مجموع کې د نارینه و او نجونو په برخه کې قزاقستان اتل شو، پاکستان او مصرپه ترتیب سره په دغو سیالیوکې دویم او دریم مقام ترلاسه کړ.
افغانستان د نجونو په برخه کې په دغو سیالیوکې لوبغاړی نه درلود.
په وروستیوڅلورو کلونوکې په جی یک سیالیوکې د افغانستان درېیمه اتلوالۍ ده .
په دغو نړیوالوسیالیوکې د نړۍ له ۱۵ هېوادونوڅخه ۴۲۰ تکواندوکاران شتون درلود.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته