ورزش

افغانستان هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د نړیوال جام اتل شو

کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
د افغانستان د ملي کرکټ ټیم د هالنډ ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون خپله دویمه لوبه کې هم هالنډ ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.
سبا هم دغه دوه ټیمونه خپله دریمه لوبه کوي خو دغه لوبه افغانستان ته یوه تشریفاتي لوبه ده.
دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د قطر د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د ګډون د جواز د ترلاسه کولو لپاره پیل کړې دي.
د افغانستان د کرکت بورډ ویاند فرید هوتک باخترآژانس ته وویل چې د افغانستان د ملي کرکټ ټیم له هالنډ سره په لوبه کې د اتلولۍ په ترلاسه کولو سره په نړیوال جام کې د ګډون جواز هم ترلاسه کړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته