فرهنګ

په کابل کې د کتاب نندارتون پاى ته ورسيد

کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د کتاب هغه نندارتون چې د افغاني او ايراني خپرونکوله خوا په کابل کې جوړ شوى و، پاى ته ورسيد.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه نندارتون په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د فرهنګي اتشه  د مرکز، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د شهيد احمدشاه مسعود بنسټ له خوا  د کابل ښار په غازي ليسه کې پرانستل شوى و.
په دې نندارتون کې اويا تنو افغاني او ايراني خپرونکو ګډون کړى و.
د بيهقي د کتاب خپرولو موسسې رئيس فيض الله محتاج باختر آژانس ته وويل  چې په دې نندارتون کې د عمومي اطلاعاتو، ادبياتو، ساينس، حقوقو، د ماشوم د ادبياتو، سياست او تاريخ په برخوکې شپږويشت زره عنوانه کتابونه د يوې اوونۍ لپاره نندارې ته وړاندې شوي و او د پوهنتونونو استادانو او محصلانو د علومو اکاډمۍ څيړونکو او پوهانو، د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو، ماشومانو او عادي خلکو هغه وکوت .
د بيهقي د کتاب خپرولو رئيس د نندارتون د جوړولو موخه د خلکو ترمنځ د کتاب لوستلو د فرهنګ رواجول، له نويوخپروشويوکتابونو سره دخلکو بلدتيا او دغه راز د خلکو د ستونزو حل کول او تبيلغ وباله .
محتاج د کتابونو د پلورنې د شميرنې په باب وويل: يوزرو درې سوه عنوانه د عمومي اطلاعاتو کتابونه ، زر نسخې د ټولنيزو علومو کتابونه، يوزرو دوه سوه نسخې ساينسي مطالب، درې زره شپږ سوه عنوانه د ادبياتو کتابونه، څلور سوه پنځوس عنوانه د ورځپاڼه ليکنې کتابونه او زر عنوانه د سياست او حقوقو کتابونه پلورل شوي دي.
د بيهقي د کتاب خپرولو رئيس زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې په بېلابېلو مناسبتونو په کال کې د کتاب له پنځو څخه تر شپږو پورې نندارتونه جوړوي چې ټاکل شوې ده د روان کال د ثور د مياشتې په ٢٩ نيټه هم  د کتاب د اوونۍ په مناسب په کابل کې نندارتون جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته