فرهنګ

افغانيک موسسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته کتابونه ډالۍ کړل

کابل / دورې٨مه / باختر
د افغانيک موسسي استازي نن ٤٢ ټوکه کتابونه او دوه ډي وي ډي ګانې چې څه ناڅه ٢٦٠ عنوانه کتابونه دي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد ته وسپارل .
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د دغو کتابونو او ډي وي ډې ګانو د سپارلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې په فرهنګي چارو کې د جمهوري رياست سلاکار محمد زرين انځور او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وياند محمد صابرمومند هم حاضر وو د افغانيک موسسې استازي ډاکتر يحيي وردګ د دغې موسسې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل دغه موسسه ٢٥ کاله وړاندې په آلمان کې مېشتو افغانانو په هغه هېواد کې جوړه کړې ده او دغه موسسه په وروستيو ١٠ کلونو کې هرکال د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د دولتي پوهنتونونو لپاره تر ٢٠زره ټوکه درسي کتابونو مرسته کوي.
وردګ څرګنده کړه چې په دغو کتابونو کې طب، اقتصاد، کرنه، انجینرۍ، ژورنالیزم، ساینس، اروا پوهنې او د عامه ادارې څانګې شاملې دي چې په www.ecampus-afghnistan.org ویب پاڼه کې هم شتون لري:
ډاکټر رشاد له افغانيک موسسې څخه په منني سره څرګنده کړه چې دغه کتابونه او ډي وي ډي ګانې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو د استفادې په موخه د دغه وزارت کتابتون ته وسپارل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته