![5de676f4 3caf 4da1 8cfc 01e9c0a0fbc3](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/5de676f4-3caf-4da1-8cfc-01e9c0a0fbc3-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۵مه، باختر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش ملې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د کرکټ ۲۰۲۴ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
افغان اتلانو د لوبې په لومړۍ پاړۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه.
په دویمه پاړۍ کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۵ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې پوره نکړای شو.
د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې رحمان الله ګربز ۴۳ او راشدخان ۱۹ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې بیا نوین الحق او راشد خان د سیالې لوبډلې څلور څلور لوبغاړي له میدان څخه بهر کړ او نوین الحق د دغه لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، چې افغان زمریان به د کرکټ روان نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي.