کابل،د چنګاښ٨مه، باختر
د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان انجینیرانو یوه بله سي ١٣٠پوځي الوتکه ترميم او استفادې ته چمتو کړې ده.
د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي پرون د يو تصويري پيغام په خپرولو سره ويلي، چې دغه پوځي الوتکه د کورنيو انجينیرانو او تخنيکرانو په هڅو سره الوتنې ته چمتو شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې« کله چې تېر کال زموږ حکومت رامنځته شو دغه الوتکه تر يوې اندازې پورې ويجاړه شوې وه، چې د هغه د ترميمولو هېڅ امکان او تصور شتون نه درلود په هغه وخت کې موږ آن د الوتنې لپاره يوه الوتکه هم نه درلوده امريکايانو ټولې الوتکې ويجاړې کړې وې».
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوا هم د افغانستان د پخواني اردو پاتې شوي هليکوپټرونه ترميم او د استفادې وړ ګرځولې دي.
\ ذ