کابل، د زمري ۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ ازبکستان ته تللي افغان پلاوي بېګاه د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال او په بهرني سیاست کې د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف سره خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر او ښاغلي کاملوف ترمنځ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ځینو مهمو زیربنايي پروژو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د خبرو اصلي محور د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ د ساحې سروې او د چارو عملي پيل ښودل شوی دی.
ن.ر