امنیت

افغان پوځ ليکو ته د ځوانانو جلب او جذب زیات شوی

کابل/ د وري ۳۰ مه/ باختر
د هېواد د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي چې په هلمند کې د افغان پوځ لیکو ته د ځوانانو جلب او جذب زیات شوی دی.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال روح الله احمدزی وایي چې هلمند کې د هغو ځوانانو کچه زیاته شوې چي د ملي اردو په لیکو کې دندې ته زړه ښه کوي، په خبره یې ياد ځوانان به تر نظامي روزنې وروسته د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو ډلو د ځپلو په موخه په دنده وګومارل شي .
په ورته وخت کې په هلمند کې له ملي اردو سره تازه یوځای شوي ځوانان وايي چې د ملي پوځ ليکو ته ځکه ورغلي چې د هېواد خدمت وکړي او د وسله والو ډلو د شومو اهدافو مخه ونيسي.
دغه ځوانان وايي چې د وسله والو ډلو روان ظلمونه نور د زغملو نه دي، دوی له نورو هلمند مېشتو ځوانانو هم غوښتنه کوي چې د نظام او وطن ساتنې لپاره د افغان ملي پوځ سره یوځای شي .
په هلمند کې پر داسې مهال د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو جلب اوجذب زیات شوی چې په دې ورستيو کې ملي اردو د دغه ولایت په ناوې، نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې د طالبانو ستر – ستر پلانونه شنډ کړي او د زرګونو بې ګناه افغانانو ژوند یې ژغورلی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته