خبرونهامنیت

افغان ځواکونو شیخ علي ولسوالۍ بېرته په خپله ولکه کې کړه

 کابل / د چنګاښ ۲۶ مه / باختر

افغان ځواکونو له ولسي پاڅون کوونکو سره په ګډه نن سهار ۷ بجې د پروان شیخ علي ولسوالۍ بیا ځل په خپله ولکه کې کړه.

د پروان د امنیې  قومندانۍ د همغږۍ مشر محمد حامد نیازي باختر آژانس ته وویل چې د شیخ علي ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول له طالبانو پاک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې شیخ علي څلورمه ولسوالۍ ده چې افغان ځواکونه یې بېرته له وسله والو طالبانو  نیسي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته