کابل ، د غبرګولي ۱۶مه ، باختر
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون غونډې، کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه کړې، هغه شپږ مشارکتي پروژې چې ښاروالۍ یې د دغه کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، آزادې داوطلبۍ ته وسپاري.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې خبرپانه کې چې نن د ریاست الوزرا د لومړي معاونیت له خوا خپره شوې، ویل شوي چې اقتصادي کمېسیون همدا رنګه، له «DP World» شرکت سره د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په موخه هوکړه کړې ده.
په همدې حال کې، په یاده غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته اجازه ورکړل شوې چې د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد په موخه، داوطلبۍ ته وسپاري.
د رېل پټلۍ د مسئولینو په وینا؛ د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسئولیت باید افغان لوری پر غاړه ولري او ټاکل شوې ده د خدماتو وړاندې کولو لپاره له بل شرکت سره قرارداد لاسلیک شي.
وهاج