سیاستخبرونهاقتصادTOP

اقتصادي کمېسیون پر نویو جوړېدونکو تېل پمپونو د مایع ګاز او نفتو دولتي شرکت له لوري جوړ شوی طرزالعمل د تطبیق وړ وباله

 کابل، د چنګاښ ۶مه، باختر

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون  غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست‌الوزرا د لومړي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د «هلمند نوشیروان مرمر ډبرو شرکت» له لوري د اوږدمهالې پانګونې، په مرکزي سیلو کې د زرګونو مټریک ټنه نخودو د پروسس او همدارنګه د پاشدان بند د پاتې کارونو د بشپړولو په اړه مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې شوې دي.

دغه راز په غونده کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د سوداګرو یو ګډ پلاوي ته لارښوونه شوې چې ازبکستان ته رسمي سفر وکړي.

د غونډې پای کې، اقتصادي کمېسیون تر هراړخیزې ارزونې وروسته، پر نویو جوړېدونکو تېل پمپونو « د مایع ګاز او نفتو دولتي شرکت» له لوري جوړ شوی توحیدي طرزالعمل هم د تطبیق وړ بللی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته