نړۍ

البرا دعي د مصر د مشرۍ د ترلاسه کولو لپاره چمتو دى

دمصر د جمهوري رياست د انتخاباتو د کا نديد محمد البرادعي د انتخاباتي کمپاين ډلې ويلي دي که چيري له د ه څخه ددغه هيواد د راتلونکې مشرۍ لپاره غوشتنه وشي دى خپلو هڅو ته چمتو دى

دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې وه چې البرا دعي د مصر دپوځي شورا له مشرتا به سره په همدي باب خبري وکړې

دمصر د پوځي شورا له مشرتا به سره دالبرادعي پرونۍ کتنه په داسې حال کې وشوه چې دمصر روغتيايي مقاماتو ويلي دي چې دقاهرې ښار په تحرير ډګرکې په پرونيو مظاهرو کې څه نا څه يو تن وژل شوى دى

دمصر دپوځي شورا پرضد مظاهرې په داسې حال کې دويمې اوونۍ ته رسيږي چې ټاکل شوې ده سبا په دغه هيواد کې پارلماني انتخابات وشي

په تيرو څو ورځو کې د مصر په تاوتريخوالې کې څه نا څه يوڅلويښت تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته