سیاست

المان : دسولې په بهيرکې بايد دطالبانو استازو ته هم وخت ورکړى شي.

دبن دکنفرانس په درشل کې دالمان دکابيني دوولسو مهمو وزيرانو غوښتنه کړي ده چې  دسولې په بهير کې دي  دطالبانو استازو ته هم دگډون وخت ورکړى شي .

دغو دووتنو الماني وزيرانو دبيلدام زوتناګ له ورځپاڼې سره په مرکه کې تائيد کړې ده چې دافغانستان جګړه دسياسي حل لاري پرته بله لاره نه لري.

دنړيوالو خبري منابعو له خولې دباختر داطلاعاتي ا ژانس دخبرله مخې.  دالمان دبهرنيو چارو او ددفاع وزيران ګويدووستيو يلي او توماس دي مايزير وايي په افغانستان کې  ددايمې سولې لپاره  له طالبانوسره روغه جوړه يواځينې منطقي لاره ده.

دغې ورځپاڼې دالمان دبهرنيو چارو وزير دګويدووستيويلي له خولې ليکلي دي  چې ويلي يي دي سوله له دوستانو سره نه بلکي له دښمنانو سره کيږي اوپه همدي دليل ښه داده چې داوازو پرځاى  داپه دوستي معلومه کړو چې څوک سولې ته چمتو دي .

وسيتويلي چې هيوادبه يي دروان کال دليندى په څوارلسمه نيټه دبن ددويم کنفرانس کوربه  وي داهم وويل ؛چې  نه شوکولاي دسولې دخبرو دبرياليتوب ضمانت وکړو خوټينګار وکړ  چې ټول په دي نظردي  چې دا کار بايد يوځل ازمايښت شي .

دالمان دبهرنيو چارو وزير زياته کړه چې دافغانستان جګړه دپوځي حل لاره نه لري  اوله لسو کلونو جګړې وروسته دغه ستونزه بايد په سياسي ډول حل شي.

دامريکا غږ دخبري سايت دخبرله مخې دالمان دبهرنيو چارو وزير زياته کړه هغه ډله چې يو وخت يې توره په لاس کې وه نه شو کولاي  دوي دهيواد دسولې اوروغي جوړي له بهير څخه لري کړو.

 دالمان ددفاع وزير هم ويلي دي په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان  څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به الماني ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي خو دافغان ځواکونو په روزنې به تمرکز وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته