ټولنه

امربالمعروف او نهي عن المنکر د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي

کابل/ د مرغومي ٢٧مه / باختر:
امربالمعروف او نهي عن المنکر د اسلامي نظام له ژمنو څخه دي او د اوسنۍ ټولنې له اړتیاو څخه دي.
د باختر آژانس خبريال خبرله مخې: د پروان مرستیال والي مولوي دوست محمد حقاني وايي: د پروان مرستيال والي مولوي دوست محمدحقاني وويل: د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې تر ټولولو لوى مسووليت د نیکۍ ترویج، له بدیو منع کول او د خلکو شکایتو نو ته رسيده ګي ده او د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست مسوولين بايد په هر ډول شرايطو او هر ډول ممکنه توګه خپلو دندو ته رسيده ګي وکړي او خلک د وطن او ټولنې په وړاندې خپلو ديني مسووليتونو ته وهڅوي.
امربالمعروف او نهي عن المنکر ريیس مولوي محمد صابرعمر وویل: د دغې غونډې د جوړولو هدف امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د پاليسۍ رسول، د نظام پرخلاف د دښمن د ناوړو تبليغاتو پرخلاف منظمه او جمعي مبارزه او د خلکو تر منځ امر بالمعروف او نهي عن المنکر فرهنګ د بنسټيز کولو لپاره د عمومي افکارو سمون وباله او ويې ويل: د دغه بنسټ مشرتابه او غړي هوډمن دي چې د قانون او د کاري اصولو په رعايتولو سره د خپلو ګډو هدفونو د تحقق په لاره کې هلې ځلې وکړي او د عقلي او نقلي دلايلو پر وړاندې کولو سره د ښو او غوره عملونو د ترسره کولو لپاره د خلکو لارښوونکي وي.
دغه راز د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الرحمن صديقي د اسلامي نظام په جوړولو او د هغه د ستنو په ټينګښت کې د مجاهدينو او خلکو د قربانيو او سرښندنو په اړه خبرې وکړې او د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې سره همکارۍ د نظام او خلکو ګډ مسووليت وباله.
هغه وويل چې په نيکۍ امر کول او له بدۍ څخه ډ ډه کول د ملتونو د فلاح، سوکالۍ او برياليتوب له غوره اوامرو څخه دي او له دې ادارې سره همکاري له مهمو اړتياوو څخه دى. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته