خبرونهټولنهرپوټونه

امريکا: افغان کډوال باید درېیم هېواد ته لاړ شي

کابل، د غبرګولي٣١مه، باختر

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د امریکا متحدو ایالتونو۹۰ سلنه د افغان کډوالو غوښتنې رد کړې او له دوی څخه یې وغوښتل چې د دوی د دوسیو د څېړلو لپاره درییمو هېوادونو ته لاړ شي.     

د باختر آژانس خبريال ليکي؛ امریکا  له افغانستان څخه په وتلو سره د سیمه ییزو متحدینو په نامه شاوخوا ۸۵ زره افغانان له افغانستان څخه وايستل او هغوى يې په امریکا او څو نورو هېوادونو کې په پوځي اډو کې ځای پر ځای کړل؛ خو د لسو میاشتو په تېرېدو سره د زياتره بېځایه شویو کسانو برخلیک روښانه شوى نه دى یا په پوځي اډو کې پاتې شوي او یا په هوټلونو کې ژوند کوي او د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ لپاره د خپلو دوسیو د څېړل کېدو انتظار باسي؛ خو اوس يوې امريکايي رسنۍ ويلي دي، امریکا د هغو۹۰سلنه افغانانو غوښتنلیکونه  رد کړي چې غواړي په بشري ویزو امریکا ته لاړ شي، دې شبکې د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د قنسلګرۍ د نشتوالي له امله یې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

د امريکا د کورني امنیت وزارت CBS ته ويلي دي: ” د دې غوښتنلیکونو د ردولو یو دلیل دا دی چې د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ  نه دی، یوازې هغه کسان د بشر دوستانه ويزو په شرايطو برابر پيژندل کېږي، چې ژوند يې له جدي  ګواښ سره مخ وي.”

دغه وزارت ويلي دي، چې د بشر دوستانه ویزې “یوازې په محدودو او استثنایی شرایطو کې” ورکول کېږي.

امريکايي چارواکو ويلي دي: ” هغه کسان چې په شرايطو برابر پېژندل کيږي درېيمو هېوادونو ته دې سفر وکړي چې د هغوى دوسيو ته رسيدګي وشي.”

که څه هم امریکا څه باندې ۸۵ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي؛ خو د کډوالۍ اداره کولای شي په يو کال کې دوه زره غوښتنلیکونه پروسس کړي، نه په لسګونو زره ؛ خو اوکرایني پناه غوښتونکي له مرکې او یا هم د سندونو له بشپړولو پرته منل شوي دي او له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې ۳۷ زره  اوکراینیانو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال له جولای راهیسې، د امریکا د کډوالۍ ادارې له امریکا څخه بهر د افغان پناه غوښتونکو له ۴۶ زرو څخه زیات د بشري ویزې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې یوازې د ۵  زره غوښتنلیکونو په اړه پرېکړه شوې او له ۹۰ سلنې څخه  زیات رد شوي دي.

که څه هم د اوکراین مهاجرو لپاره  له قانون څخه زياتې آسانتياوې په پام کې نيول شوي دي؛ خو د امریکا د کډوالۍ ادارې په شرايطو برابر افغانانو څخه غوښتي، چې د کډوالۍ سیستم له لارې دې د  پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وسپاري.

دا په ډاګه کوي چې امريکا نه غواړي په امریکایي ټولنه کې افغان کډوال جذب کړي،

حتی له دوی سره دوه ګونی او له قانون څخه بهر چلند کوي.

معلومه نه ده چې امریکا د زرګونو افغانانو په انتقال کې چې ګنې د دوی ژوند په خطر کې دى او وروسته يې په بېلابېلو هېوادونو کې د بې سرنوشتۍ په حال کې خوشې کړل،  روښانه نه ده چې هغوی څه موخې تعقیبوي؛ خو حقیقت دا دی چې امریکا د افغانانو منلو ته زړه نه ښه کوي، پلمې جوړوي او وخت ضایع کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته