امنیت

امريکا به يو مليارد ډالره دافغانستان د اردو دوسايطو په ترميمولو ولګوي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
امريکايي خپرونې بزنس انسايدر په خپلې وروستۍ ګڼه ليکلي دي چې امريکا بايد يو مليارد ډالره دافغانستان داردو دوسايطو په ترميمولو ولګوي.
بزنس انسايدر ليکي : دامريکا څو مليونه ډالري پروژه چې پنځه کاله مخکې دافغانستان د اردو دلسګونو زرو وسايطو دساتلو لپاره پيل شوي و وروسته له ناوړه مديريت سره مخامخه شوه .
دخپرونې دڅرګندونو له مخې :لومړى ددغه پنځه کلن قرارداد لګښت ١٨٢ مليونه ډالره و.خو وروسته ٤٢٣ مليونو ډالرو ته لوړ شو چې دلګښت په زياتيدو سره دافغانستان داردو دليږدوونکو وسايطو دترميمولو او ساتنې دکار حجم کمښت وموند بزنس انسايدر ليکلې دي چې دافغانستان دپوځي ليږدوونکو وسايطو دترميمولو دپروژې لومړۍ طرحه داده چې دافغانستان ملي اردو په پړاويز ډول دخپلو پوځي ليږدوونکو وسايطو دترميمولو مسووليت او ساتنې مسووليت په غاړه واخلي چې امريکا شپږ نيم مليارده ډالره پرې لګولي دي خو ورځپاڼه ليکي چې اوس ددغې پروژې عملي ليدل لرې بريښي.
دورځپاڼې دڅرګندونو له مخې: تړون اوس دپاى ته رسيدو په حال کې دى او دې ته اړتيا ده چې ديو ملياردو ډالرو په لګښت يو بل پنځه کلن قرارداد لاس ليک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته