نړۍ

امريکا ته دچېن د جمهوررييس دمرستيال سفر

پيکېنګ  ايرنا دسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دچېن  د جمهوررييس مرستيال شي جين پينګ نن  امريکا ته خپل رسمي سفرپيل  کړ.

دغه سفر کولاي شي  دپيکېنګ  او واشنګتن ددوه اړخيزو اړيکو دراتلوونکې تنظيمونکې  دي اوپه ترڅ کې يې دچېن د جمهورريس مرستيال  به دچېن اوامريکا داختلافونو په باب خبري وکړي.

ټاکل شوې ده  شي جين  ددغه سفر په بهيرکې دامريکا له  جمهوررييس بارک اوباما ، د جمهوررييس له مرستيال  جوبايدن  ددغه هيواد دبهرنيو چارو له وزيرې  هيلري کلنتن  او دامريکا ددفاع له وزير ليون پنيتا  سره خبري وکړي  او دکانګرس له يوشمير استازو سره به هم وګوري .

دغه سفر په داسې وخت کې  کېږي  چې  چېن  تيره اوونۍ  دلويديځ پرخلاف  يو اقدام  کې  دامنيت شورا پريکړه ليک ويتو کړ.

 له دې وروسته امريکا هم په چېن انتقادونه  کړي دي.

دچېن  د جمهوررييس مرستيال به دراتلوونکې جمعې په ورځ  له امريکا څخه  دايرلند اوترکېې په لور روان شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته