ټولنه

امريکا غرامت ورکوي

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
د امريکا د دفاع وزارت اعلام کړى دى چې په کابل کې د وږې د ٧ نيټې د قربانيانو پاتې کسانوته غرامت ورکوي اوهغوى امريکا ته لېږدوي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د روان کال د وږې د مياشتې د ٧ نيټې په ماښام د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د استوګنې پر يو کور د بې پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا بريد وشو چې په دې بريد کې د ٧ ماشومانو په ګډون د يوې کورنى ١٠ تنه غړي ووژل شول.
امريکايي پوځيانوپه هغه وخت کې اعلام وکړ چې د داعش پر يوې بمي موټريې بريد کړى دى او د کابل پر نړيوال هوايي ډگر د بريد مخه يې نيولې ده .
دغه پېښه تيک هغه وخت رامنځته شوه چې له کابل څخه د امريکايي پوځيانو او د هغوى د افغان همکارانو د لېږدونې بهير دوام درلود او امريکايي ځواکونود تروريستي پريد د اټکل په خاطر خبردارى ورکړى و خو وروسته معلومه شوه چې په دغه کور د بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې د داعش د ډلې کوم غړى نه دى وژل شوى بلکې قربانيان د يوې کورنى غړي و چې له داعش سره يې هيڅ راز اړيکې نه لرلې.
د امريکايي ځواکونو دغه بريد نه يواځې د افغانستان د خلکواود اسلامي امارت له خوا وغندل شو بلکې يوزيات شمېر هېوادونوهم دغه بريد وغانده اود بخښنې نړيوال سازمان دغه پېښه جنګي جنايت وبلله.
اوس د امريکا د دفاع وزارت _ پنتاګون) اعلام کړى دى چې د قربانيانو پاتې کسانوته غرامت ورکوي اوهغوى امريکا ته لېږدوي.
مخکې له دې امريکا منلې وه چې په دې هوايي بريد کې تېروتنه شوې ده او د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي د تلي په ٢٣ نيټه د جمعې په ورځ وويل چې په دې بريد کې بې ګناه کسان وژل شوي دي چې له داعش سره يې هيڅ راز اړيکې نه درلودې .
د رويترز خبري اژانس د امريکا د دفاع وزارت د وياند له خولي خبر ورکړې ده چې په سياسي چاروکې د امريکا د دفاع وزارت مرستيال کالين کال د وږي په ٢٢ نيټۀ د پنجشنبې په ورځ د يوې مرستندوي موسسې له بنسټ ايښودونکى او رييس استيون کوون سره په يوه مجازي غونډه کې چې زمري احمدي ورسره کارکاوه د امريکا د حکومت د دغه تصميم په اړه يې ورته خبر ورکړى دى .
زمري احمدي د خپلې کورنى له ٩غړو سره د روان کال د وږي په ٧ نيټه د امريکا په هوايي بريد کې ووژل شو.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته