نړۍ

امريکا يو پاکستاني تبعه دپاکستان دپخواني جمهور رييس دوژلو په تور نيولى دى .

اسلام اباد  باختر د دلوي ٢٦

  په يوپاکستاني تبعه  چې دګوانتانامو په جيل کې بندى دى  د امريکائيانو پرخلاف په بمي طرحې او دپاکستان دپخواني جمهور رييس  پرويز مشرف  دترور دطرحې تور لګول شوى دى .

  دمجيد خان پرخلاف دطرحه شويو تورونو له مخې، ده غوښتل چې په  ٢٠٠٢  م کال کې دپاکستان په کراچي ښار کې په يوه جومات کې دپرويز مشرف دوژلو په مقصد  خپل ځان وچوي خو څرنګه  چې پرويز مشرف دغوښتنې پرخلاف جومات ته حاضر  نه شو دغه توطيه ناکامه شوه .

  څارنوالانو دغه راز په مجيد خان له خالد شيخ  محمد سره داړيکو په لرلو تور لګوى، له هغه سړى سره چې په امريکا کې دسپتمبر ديوولسمې نيټې دبريدونو اصلي طراح بلل کيږي .

 بره خان هم وارد شوي  تورونه چې په اندونيزيا کې دلويځوالو  په اړوندو رستورانتونو او دشپې په کلپونوکې دالقاعده شبکې  په بمي  عملياتو کې هم لاس درلود رد کړى دى .

  په ده دغه راز په  ٢٠٠٣   کال کې  دجاګارتا  ښار په ماريوت هوټل کې ديو ځانمرګي بريد لپاره دپيسو دبرابرولو تور لګول شوى دى  چې په دغه بريد کې  يوولس تنه ووژل شول او په لسګونو تنه  نور تپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته