سیاستخبرونه

امریکا د افغانستان د څارنې لپاره مرکزي آسیا ته مخه کړې ده

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

یوې لوېدیځې ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا د افغانستان د څارنې لپاره یو ځل بیا د مرکزي آسیا هېوادونو ته مخه کړې او په دغو هېوادونو کې د پوځي شتون په لټه کې دی.

د وال استریت ژورنال په یو نوي رپوټ کې د امریکا اردو د قوماندانانو له خولې لیکلي 🙁 د امریکا متحده ایالات غواړي د مرکزي آسیا د هېوادونو مشران په دې قانع کړي چې په ګډې همکاری سره دغو هېوادونو ته د بنسټپالو بهیرونو د نفوذ مخه ونیسي)

د امریکايي پوځيانو په باور که څه هم منځنۍ آسیا د روسیې امنیتي زون دی او د دغې سیمې هېوادونه د روسيې له قهر څخه ډارېږي خو بیا هم د افغانستان له کورنیو بدلونونو او د جهادي، تروریستي سازمانونو له ګواښ څخه زیاته وېره لري.

په فلوریدا کې د امریکا د اردو مرکزي قوماندانۍ مسوول جنرال اریک ګوریلا چې تېره اوونۍ د مرکزي آسیا هېوادونو ته سفرکړی و وايي، چې د دغو هېوادونو درې اندېښنې افغانستان، افغانستان او افغانستان دی.

د تېرهجري لمریز کال د زمري له میاشتې څخه چې اشرف غني له هېواد څخه وتښتېد او په افغانستان کې د امریکا تر ملاتړ لاندې نظام سقوط وکړ، امریکا هڅې کړي، چې پر افغانستان څارنه د لومړيتوب په توګه تعقیب کړي او د دې کار لپاره د افغانستان د شمالي ګاونډیو او د جنوبي ګاونډي پاکستان په لټه کې دی.

امریکا په افغانستان کې د داعش او القاعده په ستر ښودلو سره هڅې کړي، چې د مرکزي آسیا په تېره بیا د ازبکستان او تاجکستان د مشرانو ترمنځ له افغانستان څخه د ډار اچونې د رواجولو وېره ژوندۍ وساتي او په دې پلمه چې امریکا د دغو تروریستي سازمانونو د فعالیتونو د ښه مخنیوي لپاره د لارو چارو په لټه کې ده، د تاجکستان او ازبکستان هېوادونه له ځان سره همکارۍ ته هڅوي او څو څو ځلي یې په دغو دوو هېوادونو کې د اډو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

امریکا په لومړي ګام کې غوره ګني چې د مرکزي آسیا په هېوادونوکې د بې پیلوټه آلوتکو یوه اډه ولري.

د سیاسي کارپوهانو په نظر امریکا دې نتیجې ته رسېدلې، چې اوس په افغانستان کې د القاعده او داعش د فعالیتونو د مخنیوي لپاره لږ وسایل لري او په فارس خلیج کې د امریکا پوځي اډې د واټن د لرې والي په دلیل د حالاتو د څارنې لپاره محدود ظرفیت لري.

تېر کال او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره جوخت د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین خبر داری ورکړ، چې په افغانستان کې تروریزم کولای شي د دوو کلونو په بهیر کې د امریکا ګټو ته ګواښ وکړي خو د مرکزي آسیا زیات شمېر هېوادونه چې له  افغانستان سره اوږد او بې کنټروله سرحد لري او دغه هېوادونه له هغه ګواښ څخه چې دوی ته متوجه ده ډاروي.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت تل ټينګار کړی، چې له افغانستان څخه به هیڅ کوم بل هېواد ته ګواښ رامنځته نشي او اسلامي امارت په دې برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي او ترسره کوي.

د سیاسي پوهانو په نظر امریکا او څو نور زبر ځواک هېوادونه په مرکزي آسیا کې د خپلې واکمنۍ لپاره زیاتره القاعده او داعش د ډارد وسیلې په توګه طرحه کوي او په افغانستان کې د موجودو واقیعتونو پرخلاف دغه دوه سازمانونه سترښي په داسې حال کې چې هغوی د مرکزي آسیا په هېوادونو د واکمنۍ په فکر کې دي او امریکا په اصل کې په دې کار سره هڅه کوي چې په روسيې او چین دقیقه څارنه ولري نه پرافغانستان.

په فلوریدا کې د امریکا اردو د مرکزي قوماندانۍ مسوول جنرال اریک ګوریلا قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان ته په خپلو وروستي سفر کې سره له دې چې د دغه شان اډو د لرلو لپاره د امریکا غوښټنه طرحه نه کړه خو موجود حالت ته په تېره بیا پر اوکراین د روسیې برید ته په پاملرنې سره امریکا فکر کوي، چې اوس کولای شي د دغه شان اډو په جوړولو سره خوشبینه وي.

امریکا په اوکراین کې د روسیې په وخت کولو سره اوس هڅه کوي، چې په میړانې سره د منځني آسیا هېوادونو کې د امنیتي همکاریو خبرې پیل کړي او په دې تګلوري کې په افغانستان کې په اصطلاح امنیتي ګواښونه د یوسند په توګه وړاندې کړی دی.

خو د منځني آسیا د هېوادونو دریځ د پخوا په شان څرګند دی د مثال په ډول د افغانستان په چارو کې ازبکستان استازی عصمت الله ایرګاشف ویلي دي، ( تاشکند به د امریکا متحده ایالاتو ته د بې پیلوټه الوتکو د اډو کوربه توب آن که چېرې واشنکټن خپل یو شریک وبولي، په پام کې به ونه نیسي.)

هغه ټينګارکوي، ( موږ نشو کولای په ازبکستان کې کومه پوځي اډه او یا پوځي بنسټ ومنو)

امریکا د دې کار لپاره بېلا بېلې لارې تعقیبوي د تسلیحاتي مرستو له وړاندې کولو نیولي د تکنالوژی تر برخې او د افغانستان د خلکو د شتمنیو د بخښلو په برخه کې ترهمکاریو پورې.

څرنګه چې په فلوریدا کې د امریکا اردو د مرکزي قوماندانۍ مسوول اریک ګوریلا د تاجکستان پایتخت دوشنبې ښار ته په خپل سفر کې د افغانستان اردو د چورلکو سپارلو مسئله چې د وروستیو بدلونونو په بهیر کې تاجکستان ته لېږدول شوې دي دغه هېواد ته طرحه کړه.

په داسې حال کې چې دغه هلیکوپترونه د افغانستان د خلکو د شتمنیو یوه برخه ده چې باید په یو قانوني میکانیزم کې افغانستان ته بېرته وسپارل شي.

د تاجکستان مقاماتو تر اوسه پورې د امریکا د دغه خیرات او بخشش په اړوند څه نه دي ویلي خو باید پوه شي چې په تاجکستان کې موجود هلیکوپترونه د افغانستان ملکیت دی او هغوی باید په دې اړوند د ښه ګاوندي په توګه احتیاط وکړي.

ج-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته