ټولنهTOPرپوټونه

امریکا د بشریت ملاتړ کوونکی که سرغړوونکی؟

 د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ په ابراهیم کارېز کلي کې د وحشت وروستی حد

 

کابل / د وري ۲۰ مه / باختر

د نړۍ ستر زبر ځواک امریکا په کاذب ډول له یوې خوا په نړۍ کې ځان د بشریت ستر ملاتړ کوونکی بولي؛ خو له بلې خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ داسې وحشتونه ترسره کوي، چې د نړۍ نور انسانان ترې عاجزه دي.

د ابراهیم کارېز کلی د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ اړوند لویدیځ لوري ته پرته هغه سیمه ده، کوم چې امریکایي ځواکونو په ۱۳۸۷ کال د جوزا په ۲۸ د چهارشنبې په ورځ په یوه شپه د سختو هوایي او ځمکنيو عملیاتو ترسره کولو پر مهال دوه څلوېښت تنه هغه بې ګناه انسانان، چې نارینه، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل او ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړل، په دې کې داسې کورنۍ هم وې، چې د کور ټول غړي یې پکې ووژل شول او کورونه یې د تل لپاره میرات شول.

 

د سیمې یو عیني شاهد د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي: ((د شپې دوولس بجې وې، چې امریکایي هلیکوپټرې او جیټ طیارې زموږ کلي ته راغلې، سمدلاسه یې بمبارۍ پیل کړې، عسکر یې هم پیاده کړل او د وژلو او وحشت لپاره کورونو ته ننوتل.

داسې بدمرغه شپه وه، چې د ځمکې او هوا له لارې پر دغې کلي مرمۍ ورېدلې، هر څوک که هغه سپین ږیري وو که میرمنې، ماشومان وو که ځوانان؛ ټولو له خپلو کورونو څخه یوې خوا بلې خوا منډې وهلې، څو د خلاصون لاره پیدا کړي، چا به غره ته منډې وهلې، ځینو ځانونه څاګانو او سپرغو ته ورغوځار کړي وو او چا به هڅه کوله د کارېز سمڅو ته ننوځي څو د امریکایانو له وحشت ځانونه پټ کړي، خو ډیری یې بیا هم د مرمیو ښکار شول.

د کارېز له سمڅو یې هم را وویستل او د خپلو وسلو شاجورونه یې پرې تش کړل، د معمول په څېر زموږ د کارېز په خوله کې هم، له کومه ځایه چې اوبه راوځي د ښځینه وو د پردې په موخه له تیږو جوړه یوه چهاردېوالي را تاو ده، څو په پرده کې په ډاډه زړه د خپلو کورونو کالي ومینځي او یا هم له رڼو او پاکو اوبو خپل منګي ډک کړي، همدلته د اوبو په منځ کې هم پنځه شپږ تنه زموږ شهیدان شوي نارینه، ښځینه او ماشومان یو پر بل په وینو لړلي پراته وو، د اوبو رنګ په خپل رنګ نه وو پاتې، ویاله له وینو ډکه وه او ځینو ته یې بیا داړونکي سپي ور پرې ایښي وو او په سپو یې داړلي وو.))

برات زیاتوي: ((د ابراهیم کارېز کلي دوه څلوېښت  بې ګناه انسانان پر ناحقه ووژل شول، چې په دغو وژل شویو کې داسې ماشومان هم د مرمیو خوراک شول، چې وژل خو یې پر ځای پرېږده بلکې د څپیړې زړه به دې هم نه پرې کېده.))

برات وایي:(( د بشریت او بشري حقونو ستر دعویدار او ملاتړ کوونکي هېواد زما خوږه مور، شپیته کلن سپین ږیری پلار، شپږ وروڼه او دوه خویندې را شهیدان کړل، اوس یو زه پاتې یم، یو مې کوچینی ورور او یوه کونډه راپاتې وه، چې هغه هم په دې وروستیو کې مړه شوه، ما ته چې هغه صحنه را په زړه کیږي زه یې تاسو ته نشم ویلای، ماغزه مې د هماغه وخت د وحشت انځورونو ته ځي، ما هم د غره په خوا منډې وهلې، اووه بمونه یې راباندې واچول؛ خو زه خپل خدای له هغو بمونو وژغورلم، داسې بمونه وو، چې ځمکې ته په رسېدو به یې لومړی درب شو او بیا به یې د ټوپک پشان دری ځلې ضربې کولې. کله چې خپل کور ته راځم، د کلا لویه دروازه راته په بمونو الوځول شوې وه، د خونې دروازې ماتې شوې وې، د کور توکې مو  یوې او بلې خواته داسې پراته ول لکه د کوچیانو کډې چې بارېږي، هر څه په وینو لت پت وو، د کورنۍ لس غړي مو لکه ښکاري چې ښکار کړی وي یوه او بل ځای کې شهیدان پراته وو، هغه مهال مې له خولې داسې چېغه ووتله، چې بیا نو زه په ځان نه یم پوه شوی، خو بس نور زما ژوند په ژوند کولو نه ارزي.))

دی وایي: (( زه چې هر وخت په خپل کلي کې د خوښیو په مراسمو کې برخه اخلم، د دې پرځای چې له خپلو کلیوالو سره خوښي ونمانځم، سترګې مې له اوښکو ډکې شي او داسې احساس کوم، چې خدای مه کړه یو ځلې بیا په دې کلي کې یوه لویه پېښه رامنځته شوې، ځکه زما له زړه هغه دردونکې او زړه بوږنوونکې صحنه، چې زموږ د کلي لویو او وړو، سرتور سر او یبلې پښې په یوه او بله منډې وهلې او له لوی رب څخه یې د ځان ساتنې ځای غوښت څو د وحشي انسانانو له دغه ستر وحشت څخه ځان وساتي.))

موږ ورځو د جګې غونډې پر سر د هغو قبرونو خواته، چېرته چې د همدې کلي وژل شوي وګړي خښ شوي، دلته د دغه کلي له یوه بل کس سره مخ کېږو، له ده هم پوښتنه کوو، زما له پوښتنې سره د دې کس په سترګو کې اوښکې ډنډ دریږي او د دیارلس کاله پخوا غم یې یو ځلې بیا ور تازه کېږي او وایي چې تاسو خو زما په ټپونو مالګې را دوړوی؛ خو بلاخره په خبرو راځي او وایي: ((سخته له دردونو او کړاونو ډکه شپه وه، ۴۲ تنه یې راته شهیدان کړل، څلور کورنۍ یې بیخي راته میراتې کړې، د یوه کور یوازې یوه سپین سرې ښځه پاتې وه، له څه مودې وروسته هغه هم له دې بدمرغې نړۍ سترګې پټې کړې او لاړه.))

دغه کس وایي: ((موږ سره دې وحشیانو سخت ظلم وکړ، موږ خو پر هېچا هم کار نه وو لرلی، موږ چا پسې ټوپک نه وو اخېستی، نه مو ماشومان او میرمنې نظامیان وو، خپلې غریبۍ او بېوزلۍ په سر اخیستي وو، خو دوی کورونه راته وران کړل، انسانان یې په خپلو بسترو او خوب ځایونو کې راته شهیدان کړل، ټول کلی یې راته د غم په ټغر کېناوه، د ټول ژوند لپاره یې په زړه کې راته داغ کېښود، آیا د بشر حقوق همدا وي؟))

 

څو قدمه نور هم وړاندې ځو څو د غونډۍ سر ته پورته شو، ګورو چې د غونډۍ په هسکه څنډه په سوچونو کې ډوب یو بل کس د یوه قبر تر څنګ ناست دی او په ځمکه کې کرښې راکاږي، دی محمد انور نومیږي او د همدې کلي اوسېدونکی دی،

موږ یې ترڅنګ درېږو او سلام کوو، نوموړی د سلام له ځواب وروسته ځان راپیژني او په غریو نیولي غږ د خپل کلي د هماغې بدمرغې شپې کېسه راته پیلوي، دی هغه شپه د قیامت له شپې سره تشبه کوي، وایي یوه ښځه له خپلو درېیو ماشومانو سره غوښتل له تیږو جوړ د کارېز چهاردیوالي ته پناه یوسي څو خپل ځان او ماشومان هلته پټ کړي، خو له رسېدو سره سم د شا لخوا پرې امریکایانو ډزې وکړي او درې واړه یې ځای پر ځای شهیدان کړل خو کله چې زه کارېز ته ورځم، وینم چې مور یې هم شهیده شوې، بېوسه او ګلالي ماشومان یې په غېږه کې پراته دي، د ماشومانو سرونه یې د مور پر زنګانونو ایښي، داسې معلومېږي چې د خپلو درېیو ماشومانو زنې یې هم په خپله مور ورتړلې او بیا یې د مخې لخوا د همدې ماشومانو پر مور هم شاجورې تشې کړې، له دوی سره ژوند تر همدې ځایه ملتیا کړې وه.

نوموړی اوږده ساه اخلي او خپلې خبرې بیا پیلوي، وایي د همدې شپې په سبا ورځ موږ کور په کور ګرځیدلو څو شهیدان را وباسو، د خپلې سیمې خلک خو پر ځای پریږده، آن د څنګلوري ولایت پکتیا زرمت سیمې څخه هم سلګونه خلک راغلي وو، څو د شهیدانو په خښولو کې زموږ سره مرسته وکړي، په هغو خلکو کې هم شیمه نه وه پاتې ځکه چې قبرونه ډېر وو، د پوستکي رنګونه یې د مړيو پشان ښکارېدل، شونډو یې پتري نېولي ول، موږ تر ماښامه شهیدان خاورو ته وسپارل،

بیا د ګاونډ کلي یوه کس غږ کړ، چې ډوډۍ لپاره دې ټول مېلمانه او د شهیدانو د کورنۍ غړي زموږ کره راشي، ځیني خپلو دوستانو کره لاړل، زه هم د بل کلي یوه کور ته ورغلم، شپه مې هغلته وه، ځکه د وېرې او ډار له کبله چا جرآت نه شوای کولای چې خپل کور ته لاړ شي، عملیات پای ته رسېدلي وو، امریکایان هم خپلې اډې ته ستانه شوې ول، خو بس هسې ډارېدلو، څاروي مو څو ورځې وږې تږې ولاړ وو، دومره څوک نه ول چې د دوی غمه وخوري.))

له غونډۍ ښکته شوو او د ابراهیم کارېز کلي په لور روان شو، غوښتل مو هغه کارېز ته سر ورښکاره کړو، کوم چې همدا کلی هم د همدې کارېز په نوم یادېږي او په هماغه شپه د دې کلي خلکو له مرګ څخه د ساتنې لپاره مناسب ځای همدا کارېز بللی وو.

کلي ته په رسېدو مو سترګې په دلاور نومي سپین ږیري ولګېدې، په همدغه چاپه کې د دغه سپین ږیري د کورنۍ غړي او خپلوان هم وژل شوي وو.

ده راته وویل: ((په هغه شپه یې زما سترګې او لاسونه را وتړل، په سر یې بورۍ راکش کړه او بګرام ته یې یووړم، له څه مودې بند وروسته کله چې زه خپل کور ته راغلم، په هېڅ نه وم خبر، زه له دې نه وم خبر، چې زما د کلي ټولې کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولي، خپل کور ته لاړم، د دې پر ځای چې د خپلې کورنۍ غړو باندې مې سترګې ولګیږي، کور کې مو پردۍ مېرمنې تاوېدې، له ځان سره مې وویل، هر څه چې دي د خدای له لوري دي، بیا مې هم باور نه کېده، د کلي هدېرې ته ورغلم، زموږه هدېره لویه شوې وه، سترګې مې پر نویو قبرونو ولګېدې، وروسته پوه شوم چې کلی مو په رښتیا وران شوی.))

ابراهیم کارېز ته په نږدې کېدو موږ ته معلومه شوه، چې د کلي له ځینو کورونو څخه راغلې مېرمنې د کالیو مینځلو لپاره راغلي او ماشومې نجونې هم د کارېز په شاوخوا کې لوبې کوي، زموږ سره مل یو تن سپین ږیری میرمنو ته غږ کوي، څو د یو څو شېبو لپاره له کارېز څخه د باندې راووځي او له کارېز سره نږدې په څو مترۍ کې د هغې کنډواله شوي کور د ړنګو دېوالونو تر شاه ځانونه پناه کړي، کوم چې هغه مهال د امریکایي ځواکونو جیټ الوتکو بمبار کړي، چې اوس یې یوازي ړنګ دېوالونه پاتې دي.

له کارېز څخه په راوتو سپین ږیری دلاور تر مخ او موږ یې تر شا روان یوو، موږ هم نه پوهیږو چې د دې وران او ویجاړ کلي بیا کوم ځای راښیي، له لږ پلي مزل وروسته یوې کلا ته نږدې کېږو، چې ابي رنګه لویه دروازه پرې ولاړه ده، سپین ږیری غږ کړي، راځئ! موږ پښه نیسو او سپین ږیري ته وایو، تاسو یو ځل کور ته د ننه شئ، څو ښځینه پرده وکړي،

سپین ږیری وایي راځئ راځئ دا کور میرات دی، هېڅوک نشته پکې، په دې سره زموږ روح و روان نور هم ناارامه کېږي، خدای پوهیږي چې زموږ زړه باندې څه تېریږي خو د کلېوالو لپاره مو زړه کلک کړی او قدمونه اخلو، دا د هماغې ښځې کور دی، کوم چې په هاغه شپه امریکایي ځواکونو د دغې کور ټول غړي ورته ووژل، یوازې یوه ښځه یې ژوندۍ پاتې وه؛ لویه ساه مو واخېستله او کلا ته د ننه شوو، کلا کې د مڼو، بادام او نور ډول ډول مېوه لرونکې او بې مېوې ونې هم ولاړې دي، خو لېدل کېږي، چې له ډېره وخته یې پالنه نه ده شوې.

سپین ږیری او نور کلېوال موږ د کلا خونو ته بیایي، دې شېبه کې د همدې میرات شوي کورنۍ یو نږدې خپلوان هم زموږ خواته نږدې کيږي؛ موږ هڅه کوو، څو د دغه کس له خولې هم پداسې ډول د یادې کورنۍ کېسه واورو، چې ۱۴ کاله پخوا غم یې یو ځلې بیا ور تازه نکړو، یاد کس موږ ته د خونې دروازه خلاصوي، خونې ته د ننه کیږو، له دغې خونې بیا د بلې خونې دروازه راته خلاصوي، د ننې ورځو، مخامخ زموږ سترګې، پر دېوال د ښځو په لاس جوړو شویو دیوالي پردو باندې لګیږي،

چپ لوري ته پر دېوال په امریکایي مرمیو سوري- سوري ځایونه او په سور رنګ د انسانانو وچه شوې وینه وینو، زموږ له سترګو هم اوښکې تویوي، له ځان سره وایو موږ افغانان څومره بې وسه یوو، آیا نړۍ موږ ته د انسانانو په سترګه هم ګوري؟

نږدې خپلوان یې یو دم خبرې پیلوي، موږ هم د ده خبرو ته غوږ یو وایي: ((اووه تنه یې په همدغه خونه کې شهیدان کړل، څلور زامن، دوه نږیندې او یو لمسی؛ لمسی یې درې کلن وو، غاړه یې هم په چاړه ورته پرې کړې وه، هغه ښځه چې ژوندۍ پاتې وه، هغه هم ټپي شوې وه، په ټپي حالت کې یې باګرام ته بېولې وه، کله چې خبر شوم زما د تره د زوی ښځه یې له باګرامه راوستې ده، کور ته ورغلم، شونډې یې پرې پرې وې، رنګ یې له ډېره درده الوتی وو، په لېدو سره یې هماغه شېبه بې هوښه شوی وم،

نور نو په ځان نه یم پوه شوی؛ سلګو واخېست، له لږ دمې وروسته یې خپلې اوښکې پاکې کړې او بیا یې په خبرو پیل وکړ، هغه تر مرګه په همدغه کور کې اوسېده، موږ به ډېر ورته ویل، تر څو زموږ کور کې واوسیږي، مګر دې به ویل چې زه په همدغه کور کې د خپلو بچیانو، لمسي او نږیندو په نوم ژوند کوم، ډوډۍ به یې هم خپله ځانته پخوله، د وخت په تېرېدو د کېنسر په ناروغۍ اخته شوه، د دې د تسلي لپاره مو ډېره درملنه ورته وکړه، خو کېنسر ناروغ کله رغیږي.))

کله چې بېرته له دې خونې راوځو، د لومړۍ خونې پر یوه دېوال په ګردونو پټ د یوه ماشوم کوټ او بلې خوا ته د ماشومانو هغه دریاوې ځوړندې وې چېرته به چې ماشومانو په ماشومتوب کې له خپلو نورو همزولو سره د ساتیري لپاره، ناوکۍ سینګارولې

او له دریا سره یې ماشومانه سندرې ویلې، خو نن د هغه دریا لپاره همغه ماشومانه لاسونه تر خاورو لاندې دي او دریا هم نور غږ نه باسي.

دی راته وایي: (( د نړۍ ستر زبرځواکونه، چې کله هم افغانستان ته راغلي تل یې د دې هېواد وګړو ته په خوږو کې زهر ورکړي، دوی به تل د رسنیو له لارې د بشر د حقونو نعرې وهلې خو تر څنګ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول وحشي او نه هېرېدونکې غمیزې هم ترسره کولې، چې دا یې یوه وړه بېلګه ده. زموږ سیمه لرې پرته سیمه ده، خلک یې غریبان دي، د خپلو ماشومانو پالنې ته حیران پاتې وي، امریکایانو د داسې کورنیو سرپرستان هم ووژل، چې ماشومانو به یې هره شپه تر ناوخته پورې په چیغو چیغو له خپلې مورڅخه ډوډۍ غوښتله؛ خو مور به یې ډېری وخت خپل ماشومان په تېر ایستلو خطا کول او په وږې نس به یې وېده کول ځکه په کور کې یې څه نه لرل.

د غم په ټغر ناست د ابراهیم کارېز اوسېدونکي اوس خوښ دي، چې په هېواد کې نوره جګړه نشته او له دې وروسته به د هېواد په هېڅ سیمه کې د ټوپک او بمباریو غږ وانه ورېدل شي، چې په داسې ډول په دومره ګڼ شمېر سره کورنۍ د غم په ټغر کېني.

دوی  دغه راز له نوي نظام غوښتنه کوي، چې میرات شوي کلي ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او د ژوند په ټولو برخو کې دې ورسره د پام وړ مرستې ترسره کړي او له نړېوالې ټولنې څخه د کړي ظلم ځواب غواړي.

د دغو زړه خوړلیو وګړوو ټولې خبرې دلته موږ په هغه بڼه نه شو کولی کومې، چې په دوی تېرې شوي، خو د دوی په خبره چې د امریکا نامرده او وحشي ځواکونو چې تل به یې د رسنیو له لارې د بشر د حقونو نعرې وهلې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې داسې او دې ته ورته ګڼ شمېر زړه بوږنوونکې پېښې ترسره کړې، چې زیات شمېر وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي او دا به افغانان هېڅکله هم له یاده ونه باسي او نه به د دوی دغه وحشي کړنې هېرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته