خبرونهامنیت

امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې د امنیتي بالون د خرڅولو هوډ يې درلود

 کابل/غوايي۱/ باختر

د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست منسوبینو  د یو لړ پیچلو عملیاتو په لړ کې هغه کس نیولی چې غوښتل یې د امریکا له پوځ نه پاتې شوی امنیتي بالون وپلوري.

نیول شوی کس مصطفی نوميږي او د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی.

مصطفی هغه مهال په قندهار کې ونیول شو چې غوښتل يې له یوې صرافي څخه د یاد بالون د بیې یوه اندازه پیسې تر لاسه کړي.

احمد زلمی عمري چې د یادو عملیاتو مشري کوي، وايي چې یاد کس له دریېو میاشتو څېړنو او څار ورسته نیول شوی او د نوموړي  بل ملګری علی رضا چې په دې قضیه کې لوی لاس لري، د موندلو هڅې یې لا هم دوام لري.

یادو کسانو غوښتل دغه بالون په ایران کې وپلوري او مقابل لورې ورته د دې بالون د ورکولو په بدل کې د ۳۵ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې له دغو پیسو څخه يې ۱۰ میلیونه ډالر په افغانستان او پاتې ۲۵ میلیونه ډالر په دوبۍ کې یادو کسانو ته تسلیم شي.

د یادونې وړه ده، چې د دغو بالونو اصلي نوم جلنز دی، ۱۷۰ میلیونه ډالره قیمت لري، په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال دي چې په څلورویشت ساعته کې کولای شي ۵۵۰ کیلومتره شاوخوا ساحه وڅاري، او اصلي موخه يې د کروز توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او پوځي بیړیو څارنه او پیژندل دي.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته