کابل / د سلواغې ۲۰ مه / باختر
د خوست د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو ۴۸ کیلو ګرامه چرس او ۶ کیلو ګرامه اپين ترلاسه کړي او په تړاو یې یو تن هم نیولی دی.
د خوست د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې پرون یې د ګربزو ولسوالۍ د کیکۍ سیمې په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۵۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
ن/ر
5 د یوې دقیقې څخه لږ